مشهورعالم ابن قدامه په خپل ارزښتناک اثر(التوابین) کي دیومتقي ځوان صحابي ثعلبه رض کیسه داسي لیکلې ده:
يوځوان عیسوي په اسلام مشرف سوچي نوم يې ثعلبه بن عبدالرحمن وو،هغه به درسول الله ص ډیر خدمت کاوه او هرکله به دنبي ص دکومک لپاره دنوروڅخه مخکي وو.
یوه ورځ رسول الله ص هغه په یو کارپسي ولیږی.ثعلبه په هغه کارپسي روان وو،چي ناڅاپه يې سترګي دیوعیسوي پرکورولګیدې چي ددروازې څخه يې په کورکي یوه عیسوي ښځه وليده چي لمبیده.ثعلبه ژر مخ واړوه او ډیر وارخطا سو،هسي نه چي پر رسول الله ص باندي وحي نازلي سي اوزماداعمل رسوا کړي، بس یودم وبیریدی او دښارڅخه ووت او د مکې اومدينې ترمینځ غرونو ته ولاړی.
څلویښت ورځي تیري سوې چي رسول الله ص هغه ونه لیدڅوچي جبرائيل ع ورته راغی او داسي يې ورته وویل:اې محمده ص،خداي سلام درباندي وايي اوخبردرکوي چي ستادامت څخه یو نفرپه دغوغرونو کي ماته پناه راوړې ده او امان غواړي.
نوهغه وو چي رسول الله ص وفرمایل:اې عمره او اې سلمانه ،ولاړسئ او ثعلبه بن عبدالرحمن پیداکړئ اوماته يې راولئ.عمررض او سلمان رض هم دمدينې څخه راووتل او وروسته يې لیري یو شپون ولیدی چي نوم يې ذفافه وو،عمر رض هغه ته وویل چي داسي کوم ځوان دي لیدلی چي دغه غرونو ته راغلی او نوم يې ثعلبه دي؟
شپانه ورته وویل چي ښايې هدف مو هغه ځوان وي چي له جهنم څخه سخت ویریږي؟ حضرت عمر رض ورته وویل ته څه پوهېږې چي هغه ددوږخ څخه دومره ډیرویريږي؟
چوپان جواب ورکړچي زه ځکه پوهېږم چي هغه په نیمه شپه کي دغه غرونوڅخه راوزي په داسي حال کي چي خپل لاسونه يې پرسرنیولي وي،فریادکوي چي:خدایه!کاشکي زماروح دنوروارواحوڅخه درواغواړې اوبدن مي دنورواجساموڅخه دروبولې اوزه دي محوه کړی وای اودجزااوبدلې څخه دي ژغورلی وای.
حضرت عمررض ورته وویل چي موږ هم هماغه شخص لټوو،شپون ددوی سره ملګری سواو دواړه يې هماغه ځای ته راوستل.کله چي شپه نیمايي ته ورسیده،نوثعلبه له غرونوڅخه راووت،په داسي حال کي چي لاسونه يې پرسرنیولي ول،چيغي يې وهلې چي:خدایه!کاشکي دی زما روح دنوروارواحوله منځه درغوښتی وای اوزماجسم دي دنورواجساموڅخه درغوښتی وای اوزه دي تباه کړی وای دجزااوبدلې څخه دي ژغورلی وای.
حضرت عمررض هم ورغی او هغه يې په غیږکي ونیوی،ثعلبه ورڅخه وپوښتل چي:اې عمره !ایاپیغمبرص زماله ګناه څخه خبرسوی دئ؟حضرت عمررض ورته وویل چي خبرنه یم،خودومره پوهیږم چي هغه پرون درپسي ګرځیدی او زه او سلمان يې درپسي رالیږلي یو. ثعلبه ورته وویل:اې عمره!نوماپه داسي وخت کي رسول الله ص حضورته وروله چي هغه پرلمانځه ولاړوي.
هغوي هم همداسي وکړل او حضرت عمررض او سلمان رض دلمانځه پر صف کي ودریدل .خوکله چي ثعلبه په لمانځه کي دپیغمرص قرات واورید،نوضعف يې وکړاوبې هوښه سواوپرمځکه ولوېد.
کله چی رسول الله ص لمونځ پای ته ورساوه او سلام يې وګرځاوه، داسي يې وفرمايل:اې عمره اواې سلمانه!ثعلبه څنګه سو؟هغوی ورته وویل هغه همدلته دئ،هغه چي پرمځکه لوېدلی دئ.رسول الله ص هم راولاړسواوثعلبه ته ورغی او هغه يې وښوروه.ثعلبه هم پر هوښ راغلی او متوجه سو،پیغمبرص پوښتنه ځیني وکړل چي څه شي ددې علت سوچي زما څخه ځان پټ کړې؟