بنګله دیش د سر خطر مني پاکستان ته ځي

بنګله دیش لوبډله د سر خطر مني پاکستان ته روانه ده
دوه میاشتې مخکې سریلنکا پاکستان ته تللې وه او یو لړ سیالۍ یې ترسره کړې اوس بنګله دیش هم زړه ښه کړی خو لوبغاړي یې له خطرو ډاریږي
پاکستان کې کرکټ له هغې وروسته بند شو کله چې په ۲۰۰۹ کال کې په سریلنکا لوبډلې وسلوالو حمله وکړه، د کرکټ بیرته پاکستان ته ستنولو لپاره پاکستان پي ایس ایل پای لوبه په پاکستان کې وکړه خو بیا هم ځېنې لوبدلو زړه ښه نکړ چې پاکستان ته لوبو ته لاړ شي
زمبابوی پاکستان ته لومړی سفر وکړ او د بیرته کرکټ راژوندي کولو کې یې پاکستان ته لاس ورکړ افغانستان هم د پاکستان د لوبو دعوت رد کړی و