له کلونو وروسته د نرګس ګل مشاعره وشوه

د خوږیاڼو ولسولۍ اړوند د مملې په تاریخي بڼ کې د نرګس ګل مشاعره جوړه شوه
یاده مشاعره د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل ورپسې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس محترم رحیم الله خوږیاڼي وینا وکړه. هغه د مشاعرې له برخه والو مننه وکړه او دا ډول فرهنګي مشاعرې یې د فکري تنویر په برخه کې ارزښمنې وبللې. ښاغلي خوږیاڼي د جلال اباد ښاروال، امنیتي ځواکونو، فرهنګيانو او د مملې ځوانانو ټولنې له مشرتابه مننه څرګنده کړه.


ورپسې د مملې ځوانانو ټولنې مشر ښاغلي عارف الله ساحل د خپلې ټولنې په استازولۍ ویناوکړه او راغلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر سید امرالله امید د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرې اغلې حسینه صافۍ رالېږلی پیغام ولوست، د ولایت مقام ویاند ښاغلي عطاالله خوږیاڼي د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخېل پیغام ولوست، په پیغام کې د مشاعرې په جوړېدا د خوښۍ تر څنګ د مملې تاریخي بڼ د بیارغاونې زېری هم برخه والو ته واورول شو. استاد محمد اصف صمیم لنډه وینا وکړه او په ممله کې د نرګس ګل مشاعرې جوړېدل یې وستایل

Image result for ‫نرګس ګل مشاعره‬‎


بیا مشاعره پیل شوه، چې پکې تر څلوېښتو زیاتو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل چې منځپانګه یې د سولې، امن، هوساینې او صمیمیت له پیغامه ډکه وه
د مملې بڼ چې څلورنیم سوه کاله پخوا د مغول باچا شاه جهان په حکم د خپلې لور نملې په نامه جوړ شوی، د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تېر څلوېښت کلن دور کې پکې په لومړي ځل مشاعره جوړه کړه.

Image result for ‫نرګس ګل مشاعره‬‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button