د تورخم پوله پاکستان اړخ تړلې
د عام خلکو او ټرانسپورټ پرمخ د تورخم لاره تر نا معلوم وخت تړل شوې
نن سحر د پرته له کوم دلیل د تورخم پوله پاکستان تړلې او تر نامعلوم وخته یې د ترافیکو او خلکو پر مخ بنده کړې
پاکستان ډیر کله د سیاسي فشار لپاره تورخم پوله تړله چې په افغان اړخ خپله خوښه ومني خو دا چې افغانستان په داخل کې په کورنیو تولیداتو کار کړی او هم یې له نړیوال مارکیټ سره اړیکې دومره پراخه کړي که چیرې یو یا دوه هیوادونه افغانستان ته خپل تولیدات لیږل ودروي نو افغانستان ته کومه ستونزه نشي جوړولی او نه هم خپل سیاسي موقف ته لدې لارې رسیدلای شي

نږدې کال وړاندې هم پاکستان تورخم پوله تړلې وه او افغانستان ته یې په خپلو تولیداتو لیږلو بندیز لګولی و خو افغان اړخ یې په وړاندې سخت دریځ نه کار واخیستل ان تر دې چې پاکستان کې روغتونو او کاروباریانو لاریونه وکړل تر څو پوله پرانیستل شي او د دوئ کاروبار بیرته خلاص شي