د پاکستان په وړاندې د پچې ګټل د لوبې ګتل دي

افغان نولس کلن او پاکستان نولس کلن لوبغاړي به د جمعې به ورځ د جنوري په ۳۱مه نیټه د غرمې ۱۲:۳۰ دولس نیمې بجې د سیالۍ ډګر ته ووځي

لوبغالي په اړه باید ووایو چې تر ډیره څوک چې لومړی توپ وهنه وکړي د بریا چانس یې ۷۰ فیصده ښودل شوی په دوهمه پاڼۍ کې توپ وهونکو ته ستونزمنه وي چې منډې دې په اسانۍ جوړې کړي ، په دغه لوبغالي د لومړۍ توپ وهنې فیصدي ۲۴۰ ده او په دوهمه پاڼۍ کې توپ وهنې فیصدي بیا ۱۸۰ ده

Image result for Afghanistan under 19 vs pakistan u19

دغه سیالۍ ته د مینوالو تر څنګ لوبغاړي هم ډیر خوښ دي چې یوه په زړه پورې سیالي به ولري او تر ډیره به سیالي یوې لوبډلې ته هم اسانه نه وي چې ویي ګټي

افغان لوبغاړي یادې سیالۍ ته پوره چمتوالی ښایې او زیاتوي چې دوئ به سیاله لوبډله ماتوي، روزونکی رییس احمدزی بیا د افغان نولس کلنو لوبغاړو ورو توپ اچونکي یادوي چې په ټولو سیالیو کې ډير ښه ځلیدلي او په دغه سیالۍ کې هم ترې د ښې لوبې تمه لري

د پاکستان قوی نقطه په دغه سیالیو کې تیز توپ اچونکي دي خو رییس احمدزی بیا وایې چې مونږ د نورو هیوادونو له تیزوو توپ اچونکو ښې منډې جوړې کړي هم مې د هغو له غلطو ګټه پورته کړې نو دومره سخته نده چې مونږ دې دغه برخه ماته نکړو

Related image

رییس احمدزی په ټوله کې د افغان لوبغاړو ښه تمرینات او ښې لوبې د راتلونکې لوبې ګټلو مهم اصل ګڼي او هیله مند دی چې هیوادوالو ته به د بریا خوښي ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button