محسن داوړ او ملګري ېې بیګاه ناوخته راخوشې کړل شوي

د منظور پشتین د راخوشې کولو لپاره د پاکستان د پارلمان غړو محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبري غړو د اسلام برباد پریس کلب مخې ته سولیز لاریون کولو چې پولیسو دوئ ونیول

ادریس پشتین د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي بیګاه شپه ناوخته پر خپل فیسبوک دا خبر خپور کړ چې د غورځنګ ملګري پرته له منظور پشتین نور را پریښودل شوي

په فیسبوک هغه ویډیوګانې ډیرې دردونکي دي چې پښتانه مشران او مبارزین پکې د تشدد ښکار کیږي

Image result for Mohsin Dawar PTM

منظور پشتین پرته له کوم جرمه نیول شوی او په بند خونو کې اچول شوی په ټوله نړۍ کې پښتنو د دغه حقیقي مبارز په ملاتړ لاریونه وکړل او له پاکستان یې وغوښتل چې د خلکو حقوق دې نه تر پښو لاندې کوي ملل متحد او ځینې نورو ادارو هم د پاکستان دغه چلند غندلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ډیرو سیاسي مشرانو د منظور نیولو خلاف غږ پورته کړی چې د سولیز کاروان مخنیوی کول بشري جرم دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د پاکستان پولیسو ظلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button