د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریونونو خبر ورکوي

د دغې غورځنګ رهبري هییت بیګاه شپه غونډه لرله چې پکې د راتلونکو سولیزو لاریونو په اړه خبرې پریکړه وکړه چې دوئ به خپله مبارزه روانه ساتي او نه به پریږدي چې د دوئ په غړو دې ظلم او جبر وشي

د دغې غونډې مشري محسن داوړ کوله او ورسره د رهبري کمیټې ټول غړي ناست و دوئ د منظور پشتین د راخلاصولو او په پښتون قوم د ظلم ختمولو او حق ورکولو لپاره لاریونه کوي

د قوم شهید ارمان لوڼي د لومړۍ تلین په پار به په ټوله نړۍ کې ۲ د فبروري لاریونونه ترسره شي

Image result for PTM members

همدا ډول به پښتون ژغورنې غورځنګ د فبروري میاشت په جریان کې ځینې پراخې غونډې ولري د فبرورۍ پر نهمه نېټه به په لورلایي او کراچۍ کې جلسې کېږي، همداراز به په ډیره اسماعیل خان او چارسده کې هم جلسې ترسره شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین لا هم د تورمخو په محبس کې شپې ورځې تیروي، د دغه غورځنګ مشران وایې چې منظور به زر راخلاص شي او د دوئ غورځنګ به هیڅ کله د تشدد په مقابل کې د پښتنو د روا غوښتنو نه په شا نشي

Related image

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button