رسنۍ، اسلام او مسلمانان

محمد رفیع
اسلام فطري دین دی او د بشریت ټولې فطري غوښتنې پوره کوي، اسلامي لارښوونې د انساني ژوند د ټولو برخو لپاره مکملې او جامع دي او له دسترخوان څخه نیولې د جهاد تر میدانو رهنمایي کوي، اسلام د دین په حیث پوره دی، له اقتصاد و معاش واخله تر سیاست، عدالت، تجارت، تعلیم او روزنې په هره برخه کې یې غوره لارښونې کړې.
راځو دې ته چې نن سبا هیڅکله دا ممکن نه ده چې اسلام د رسنیو یا صحافت په څېر مهم او مؤثر میدان له پامه وغورځوي او یا مسلمانان یې په اړه د لویدیځوالو مفکرانو او پوهانو افکارو او اندونو څخه رهنمائي اخستو ته محتاج پاتې وي.
امریکا او نور غربي هېوادونو د جمهوریت او بېهوده ازادۍ له لیده د رسنیو لپاره اصول او په ټولنه کې د هغو لپاره یو بې چوکاټه ازاد کردار ټاکلی، هندوانو او چینایانو بیا د خپلو هېوادونو مزاجونو ته په پام رسنیو ته خپل اصول او مسیرونه ټاکلي، په هر صورت، نړۍ کې هر چا د رسنیو لپاره د خپلو ملي او دیني ارزښتونو له لیده عمده ا هداف، چوکاټونه او تګلارې ټاکلي.
په تأسف باید ووایم، دې لړ کې مسلمانانو هغسې چې د اسلام د احکامو غوښتنه ده او د اسلامي ټولنو او هېوادونو د ارزښتونو ارزو ده، د قران و سنت او خپلو ملي اقدارو په رڼا کې معلوم اصول او مقررات نه دي ټاکلي بلکې پکې د نورو تقلید او پیروي کوي.
په هره اسلامي ټولنه کې د اوسیدونکو وګړو لپاره ضروري ده چې هغوی د خپلې ټولنې له پیښو، حالاتو او ارزښتونو سره بلدتیا او خبر ترې لري، د خبرولو تر ټولو فعاله زریعه یا وسیله رسنۍ دي، چې ۲۴ ساعته خلک د نړۍ له حالاتو، واقعاتو، خبرونو، بدلونونو او لوړو ژورو خبروي، کوم چې په اسلامي نړۍ د یو توپان د راتلو بڼه لري؛ ځکه د زیاترو خپرونو پروګرامونه، تحلیلونه، تبصرې، معلومات او مواد مسلمانانو او اسلامي هېوادونو له ارزښتونو سره متصادم دي، په دې دلیل چې په لویه کې د رسنیو د پوره کنترول او د خپرولو د واک واګې د امریکا، اسرایلو، هندوستان او نورو په لاسونو کې دي، له دې وجې ضروري ده چې اسلامي هېوادونه یې د مخنیوي په باب فکر وکړي، د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو په واک کې شته رسنۍ خامخا له اسلامي اصولو پيروي وکړي او اسلامي مقررات په پام کې ونیسي، رسنیز مواد او پروګرامونه یې بايد له اسلامي ارزښتونو سره متصادم نه وي.
له اسلامي لیده د صحافت یا رسنیو اساسي هدف او موخه د نویو خبرونو رسولو، د پیښو او حالاتو توجیه او تعبیر له لارې د عامه رایې جوړول وې، چې په وجه یې د خیر، رښتیاوو پراخیتا او د باطلو و منکراتو بیخ کنې کېږي، د عظیم الشان قرآن او او احادیثو په رڼا کې د صحافت یا رسنیو مسؤلیت دا دی چې د الله تعالی رضا ترلاسه کولو لپاره او په اخرت کې د نجات او بريا مندلو په نیت انسانان د نیکیو لور ته دعوت کړي او ورته د حسنه اعمالو سر ته رسولو توصیې وکړي، له بدو کړو وړو یې منع کړي، د ظالمو واکمنو په وړاندې د حق او انصاف غږ پورته کړي او په هیڅ بیه له بدو او منکراتو ملاتړ ونکړي او نه په دروغو د چا ملاتړ یا تصدیق وکړي.
د تعلیم او اقتصاد برخو په څېر د صحافت او عامه رسنیو په میدان کې هم د غربي اصولو پيروي اسلامي ټولنو کې خورا بد نتایج پیدا کولی شي.
څنګه چې صحافت او د عامه رسنیو وسایل د پراختیا، کارکردګۍ او په تیزۍ کې ثاني نلري، په خاصه توګه کمپیوټر، انټرنیټ، سیټلایټ او خواله رسنیو په نني دور کې خو د یو نوي کلتوري ځواک درجه مندلې او داسې ځواک چې کمزروي ثقافتونه له ځان سره مسخ او غوړپ کوي.
که موږ د صحافت او عامه رسنیو په برخه کې د اسلامي اصولو پیروي ونکړه؛ نو نه یوازې د مسلمانانو اسلامي تشخص ته به زیان ورسي، بلکې اسلامي هېوادونه به د کفري او غربي ثقافتونو او کلتورونو په مغلوبو بدل شي.
د دغسې حالت غوښتنه دا ده چې مسلمان قلموال په دې برخه کې خپل رسالتونه درک کړي، هم پخپله پر اسلامي حکمونو د عمل کوښښ وکړي او هم نور ورباندې د عمل کولو لپاره ور وبولي، په رسنیو کې د غربیانو د اصولو خپلولو پر ځای د اسلام احکام، مقررات او اصول په پام کې ونیسي او د رسنیو له لارې چې هر څه وړاندې کوي، په هغو کې د الله تعالی نه ډار ولري، د هغو پروګرامونو له وړاندې کولو ډډه وکړي، کوم چې د اسلام او شریعت سره متصادم او مخالف وي.
پای